نړۍ

دچابهار بندر دپراختيا لپاره دتجهيزاتو له پلورنې څخه دلويديځ خبر دارى

تهران  باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
لويديځ  شرکتونه دايران پرخلاف دامريکا دبنديزونو دبيا لګولو او دغه راز دبانکي محدوديتونو ددوام له امله دانديښنې په دليل په ايران کې دچابهار بندر  دنظر وړ تجهيزاتو له برابرولو څخه ډډه کوي .
درويترزخبري اژانس ددغه خبرپه اعلامولو سره وليکل چې دغه ستونزه کيداي شي  دهند په يوه ستراتيژيک پروګرام کلک ګوزار  وکړي چې هيله لري وکولى شي له پاکستان څخه له تيريدو پرته دچابهار بندر  له لارې افغانستان او مرکزي  اسيا ته درسيدو لپاره ځان ته يوه نوي ترانزيتي  لاره پرانيزي .
  دغې ستونزې دغه راز دايران په جنوب  ختيځ او دعمان سمندرګي  په څنده  کې دچابهار بندر دپراختيا لپاره دايران دجمهور رييس حسن روحاني ددولت پروګرام  او په يوه ترانزيتي  قطب دهغه بدلول  سيمه له ستونزو سره مخامخ کړې ده .
دايران ، هند او افغانستان ددولتونو رييسانو يوکال  مخکې دچابهار بندر دپراختيا دهمکارۍ سند په تهران کې لاسليک کړى دى .
دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ چې دخپلو انتخاباتي مبارزو په بهير کې يې له ايران سره دبرجام په نامه داټومي  موافقې له امله نا خوښي څرګنده کړې ده دجمهوري رياست په مقام کې هم دايران اسلامي جمهوريت له تروريستي  ډلو سره دملاتړ او دراکټي ازمايښتونو لپاره دسيمې دهېوادونو لپاره يوګواښ بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته