سیاست

د سولې د خبرو د دوام لپاره د خليل زاد تيارى

کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى له طالبانوسره د سولې د خبرو لپاره چمتو کېږي .
باختراژانس د ډاکتر خليل زاد د نويو څرګندونوله مخې، په خپل تويتر کې خبر ورکوي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى زلمي خليل زاد د خپل نوي ماموريت لپاره چمتو کېږي .
هغه دغه راز په خپل تويتر کې ليکلي دي، هيله لري چې د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو په باره کې زيات پرمختګونه ولري .
د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي د طالبانو له استازو سره د خبرو د اووم پړاو په پاى کې ويلي و، چې د طالبانو استازو د خبرو په دې پړاو کې د سولې د موافقې  په څلورو برخو کې اساسي پرمختګونه کړي دي .
دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دويم مرستيال پرون په يوې خبري غونډه کې وويل، چې د افغانستان خلک د اوسنۍ جګړې اصلي قربانيان دي او بايد د سولې په تصميمونو کې شريک وي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته