امنیت

په جوزجان کې په بيوزلو کورنيو جامې او خوراکي توکي وويشل شول .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٧
په جوزجان ولايت کې له لسګونو بيوزلو او بيځايه شويو کورنيو سره د جامو او دخوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې چې غنم ، دال نخود ، مالګه ، ترپال او نور څلرويشت قلمه خوراکي توکې او جامې نشته نن په شبرغان ښارکې وويشل شول.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو درياست سرپرست الله مراد وايي  چې ددغو مرستو دويشلو مسووليت په غاړه درلود باختر آژانس ته وويل ، دمرستو په دې دوره کې دجوزجان ولايت دقوش تيپې او درزآب دولسواليو او دسرپل ولايت دشرل دسيمې په اتيابيځايه  شويو کورنيو چې په شبرغان ښارکې ژوند کوي خوراکي او غير خوراکي توکې وويشل شول.
دغه کورنۍ  زياتره دنا امنۍ او د دوي  په سيمو کې دتروريستي ډلو دشتون له امله دخپلو کورونو بريښودوته اړ شوي دي او په خيمو کې ژوند کوي.
يو تن بيځايه شوي  فيض الله وويل  دولت  دې له موږ سره  دخوراکي توکو مرسته ونه کړي ، امنيت دې ښه کړي  چې خپلو سيمو ته لاړ شو او هلته کولاى شو کار وکړو او يوه مړه  ډوډۍ  ترلاسه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته