سیاست

جمهوررئیس غني: د پنجشیر له محلي شوراګانو سره په مشوره دې د دغه ولایت پر انکشافي طرحې کار وشي

کابل باختر د زمري لسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پنجشیر له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د وروستۍ طبیعي پېښې زیانمنو ته د رسیدنې په برخه کې د پنجشیر ولایت د سیمه ییزې ادارې د اجرااتو راپور واورېد. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د پنجشیر والي وویل، په پشغور او شاوخوا سیمو کې د تګ راتګ وضعیت بیرته عادي شوی او ګومارل شوی کمېسیون د وضعیت په مدیریت کې بریالی شوی. هغه زیاته کړه، د کرنې او مالدارۍ او د انرژۍ او اوبو وزارتونو څخه جوړشوي پلاوي زیانمنې سیمې ته سفر کړی او موضوع یې څېړلې. طبیعي پېښو ته د رسیدنې ادارې رئیس وویل، په پنجشیر کې د طبیعي پېښې له امله ۲۰۰زیانمنو کورنیو ته په دوو پړاونو کې نقدي او د خوړو مرستې شوي دي. دغه راز، د لوړو زده‌کړو، کرنې او مالدارۍ او د انرژۍ او اوبو وزارتونو استازو هم په پنجشیر ولایت کې د خپلو اړوندو وزارتونو د اقداماتو راپور وړاندې کړل. په دې غونډه کې د پنجشیر ولایت انکشافي طرحه چې اقتصادي لار نقشه، چاپیریال، کرنه او مالداري، ښه حکومتوالي، پانګونه، د توریزم فرهنګ او کانونه پکې شامل دي د هغه ولایت د والي له خوا مطرح شوه. د هېواد جمهوررئیس د پنجشیر ولایت د وروستۍ طبیعي پېښې زیانمنو ته د بیړنیو اقداماتو د ترسره کېدو له امله د دغه ولایت د محلي مقاماتو قدرداني وکړه وې ویل: دغه ولایت ته په سفر کې مې زیانمنو شویو ته د سرپناه ژمنه کړې وه چې د ښار او کور جوړولو وزارت له لارې تعقیبېږي. جمهوررئیس په پنجشیر کې شته سرچینو ارزښت ته په اشارې وویل، د محلي شوراګانو سره په مشورې او د هغوی له لیدلوري څخه په استفادې دې د دغه ولایت پر انکشافي طرحې کار وشي. پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته