کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره د نښتې په بهيرکې ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه د ډيورندکرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ د بازار په شاوخوا کې هغه وخت ونښته چې يرغلګرو د ډيورند له کرښې څخه په را اوښتوسره د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې بريدکې٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور يې ټپيان شول.
د پوليسو دغه قوماندان تائيدکړه چې يرغلګرو دډيورند له کرښې څخه په را اوښتو سره د پوځيانوپه کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دافغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جپګپوړي قوماندان وويل چې پوځيانو د دغې جګړې په پاى کې ديرغلګرو څو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل