امنیت

په بغلان ولايت کې له نشه يي توکو سره د دوو تنو نيول کيدل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د بغلان پوليسو نن دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونيول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير نظام الدين نظام د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونيول شول چې ٣١٢ کيلوګرامه چرس يې په باروړونکي مازاد موټرکې له حټکيو سره په کندز کې بار کړي و او د ننګرهار ولايت ته يې ليږدول.
خبرځاى زياته کړه: نشه يي توکي، بار وړونکى موټر او نيول شوي کسان د بغلان ولايت امنيه قوماندانۍ ته وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته