خبرونهنړۍ

د امریکا بله ماتې؛ نیجر کې یې حضور غیر قانوني اعلان شو

نړۍ، د کب ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نیجر پوځ، چې شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې یې د هغه وخت ولسمشر محمد بازوم له واک څخه لرې او قدرت یې په لاس کې واخیست، پرون شنبې ناوخته اعلان کړی، چې نیجر کې د امریکایي سرتېرو د حضور په اړه تړون یې په یو اړخیزه توګه لغوه اعلان کړی.

د پوځ ویاند ویلي، چې تر دې وروسته په نیجر کې د امریکایي پوځیانو حضور د هېواد له ملي منافعو سره په ټکر کې دی.

پوځ د خپل واک په لومړیو کې فرانسوي سرتېري هم له خپل هېواد څخه شړلي او خپل هېواد یې له اشغال څخه خلاص کړی و.

امریکا په وروستیو کلونو کې د نړۍ په څو نورو هېوادونو لکه افغانستان، عراق او سوریې کې هم ماتې خوړلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته