امنیت

په کندز کې دهوايي بريدونو زياتوالى او دوسله والو طالبانو دسرزيان .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
دولس تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولايت کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شول.
دغه جګړه دچار درې په ولسوالۍ پورې اړوند دخرکارانو په ساحه کې ونښته دکندز ولايت امنيتي چارواکو ويلي دي يوې بې پيلوټه الوتکې دوسله والو طالبانو په يوه موټر بريد وکړ چې له امله يې دمسافر په نامه د وسله والو طالبانو ديوه مشهور قوماندان په ګډون دولس تنه طالبان ووژل شول.
دکندز ولايت امنيه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: وسله والو طالبانو غوښتل ددغې ولسوالۍ يوې بلې سيمې ته لاړشي ، خو هوايي بريد پرې وشو .
جنګل باغ زياته کړه : وژل شوي کسان دهلمند ولايت اوسيدونکي دي .
داپه داسې حال کې دى چې دوه ورځې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې په يوه ورته بريد کې دوسله والو طالبانو دقوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته