امنیت

امنيتي مسوولينو د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې ګډون وکړ

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت د لوى رياست مرستيال نن د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې ګډون وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه؛ دملي دفاع وزير عبدالله حبيبي، د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد او د ملي امنيت د لوى رياست اوپراتيفي مرستيال مسعود اندرابي د هېواد د امنيتي حالت په باب څرګندونې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد امنيتي مسوولينو له هغه وروسته چې په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو له پوښتنو سره مخامخ شول؛ غونډې سري شوه او خبريالانو د غونډې له تالار څخه ووتل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته