امنیت

په جوزجان کې دڅلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل .

کابل باختر دثور نهمه:
څلور تنه وسله وال طالبان  تېره شپه په جوزجان ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
د جوزجان د والي   وياند محمد رضا غفوري باختراژانس ته وويل چې؛ دغه وسله وال طالبان دفيض اباد  ولسوالۍ په بيرنګ کلي کې له پوليسو سره په نښته کې  ووژل شول او اووه تنه نور  ټپيان شول .
سرچينه زياتوي چې په دغه نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته