امنیت

يوه پنځه ويشت کسيزه ډله مخالفين په بغلان ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١١  :
دقوماندان خانجان په مشرۍ يوه پنځه ويشت کسيزه ډله  وسله وال مخالفين نن په بغلان ولايت کې له دولت سره يوځاى شول.
دبغلان ولايت دسولې دولايتي شورا رييس عبدالصمد ستانکزي ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې دباخترآژانس  خبريال ته وويل : دقوماندان خانجان  په سرګروپۍ   له دولت سره  نوي يوځاى شوي کسان  چې شيمريې پنځه ويشتو تنو ته رسيږي دهغو غيرمسوولو وسله والو کسانو له جملې څخه دي چې پخوا يې  داندراب  دبنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په دولتي ضد فعاليتونو لاس پورې کاوه .يوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې : له دولت سره دغو نويو يوځاى شويو کسانو خپلې اوولس ميله  وسلې هم دولت ته وسپارلې .
ددغې ډلې مشر  خانجان دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : چې له اتو کلونو را په دې خوا  دبنو اوخنجان دولسواليو په بيلابيلو ساحو کې  په فعاليت بوخت و چې نن  يې دملي روغې جوړې دتګلارې په رښتينولۍ په پوهيدوسره  له مخالفت څخه لاس واخيست  اوله خپلو وسلو سره  دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته