امنیت

پکتیا کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

کابل باختر د کب د میاشتې ۲۶ مه
د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پرمهال یې وسله والو طالبانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې  په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي د تېرې ورځې په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته