کابل باختر د سلواغې دمياشتې ١٠:
د فراه ښار په مرکز په سړک کې د ماين د چاودنې له امله د ملي امنيت دوه تنه سرتيري ټپيان شول.
د فراه ولايت وياند ناصر مهري باختر آژانس ته وويل: دغه سرتيري نن سهارکله يې چې د فراه ښار په کروجي ساحه کې په ګزمې بوخت وو؛ د ځاى پرځاى کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخ: ټپيان په بيړې سره د فراه ملکي روغتون ته ليږدول شوي چې د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ