سیاست

جمهور رئیس غني: د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اکمالات بایدلومړیتوب ولري

کابل  باختر د ثور د مياشتې ٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه تېرماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ۹۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۸ قراردادونه منظور شول، چې د سمنګانو ولایت د ایبک ښار ۲۴ کیلو متره سرک جوړول، د بغلان ولایت له بنو څخه تر خنجان پورې د سړک جوړولو پروژې د مودې تمدید، د کابل ولایت د شاه توت بند د ډیزاین مودې تمدید، د ننګرهار ولایت د ګمبیري د اوبو بند ډیزاین د مودې تمدید، د کرنیزو باغچو د لوازمو برابرول، د کابل ښاروالۍ د وسایطو اړتیاوې او د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د پرسونل هوایي انتقالات په کې شامل وو.
د هېواد جمهور رئیس د سرک او کرنې پروژو په هکله د بحث پرمهال یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په تدارکاتي پروسو کې د داخلي تولیداتو او شرکتونو ترجیح د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس غني د ملي اردو د هوایي انتقالاتو قرارداد په هکله د بحث پرمهال په ټینګار وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اکمالات باید لومړیتوب ولري.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د بلخ ولایت د ودانۍ د جوړولو قرارداد د منظوري غوښتنه رد کړه او د هغې د تخنیکي او تدارکاتي ستونزو د ارزونې په موخه یې تخنیکي پلاوی وګوماره. همدارنګه د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د مرکزي ودانۍ پروژې د مودې د تمدید وړاندیز د زیاتې ارزونې په موخه بلې غونډې ته پرېښودل شو.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، دمالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو او د ملي تدارکاتو کمیسیون مسوولینوهم ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته