امنیت

د نايجريا په قبايلي نښتوکې شپيته تنه ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
د نايجريا په مرکزکې د فولاني د قبيلې د شپنو او د ايګون د قبيلې د بزګرانو ترمنځ د قبايلي نښتو له امله ٦٠ تنه ووژل شول.
دکويټ د الان د خبري شبکې د خبرله مخې: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې د آيګون د قبيلې بزګرانو د فولاني د قبيلې په يو شمېر شپنو د خپلو څارويو د غلا تور ولګاوه.
د ناسارا وا ايالت د پوليسو ويندوى وويل: زياتره کسان د چړو په ګوزارونو سره وژل شوي دي .
په روان ميلادي کال کې د فولاني شپنو او په دغه سيمه کې د نويو ځاى پرځاى شويو ډلو ترمنځ زياتې نښتې شوې دي چې ټول يې د کرنيزو ځمکو پرسر وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته