روغتیا

په روانه اوونۍ کې د پولیو په وړاندې ۶،۷ میلیونو ماشومانو ته د معافیت ورکونې فرعي کمپاین ترسره کېږي

کابل/ د کب ٤مه/ باختر
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیايي مرستندویو ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې ۶،۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین د دوو څاڅکو په ورکولو سره د معافیت ورکوني کمپاین په دې اوونې کې پلي کوي.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ دغه کمپاین سبا د کب په ۵  مه پیلېږي او د کب تر ۹ مې پورې د هېواد د ۲۴ ولایتونو په اړوند ۲۲۴ ولسوالیوکې چې د پولیو ویروس له لوړ خطر سره مخ دي، دوام مومي او زیاتره تمرکز  به یې په سویلي، سویل ختیځ، ختیځ او لویدیځې حوزو کې وي.
یاد کمپاین د هېواد په ۱۰۷ ولسوالیوکې کور په کور او په ۶۶ ولسوالیوکې کلينیک په کلينیک او په پاتې نورو ولسوالیوکې هم کور په کور او هم کلينیک په کلينیک، کلي په کلي او جومات په جومات پلي کېږی. خو بیا هم له بده مرغه څه دپاسه ۱،۹ میلیونه د هدف وړ ماشومانو ته لاسرسي ناشونى ښودل شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز له خلکو څخه یې وغوښتل چې د پولیو وضعیت په هېواد کې جدي ونیسي او ویې ویل: ټول ماشومان د پولیو خطر سره مخ دي. پولیو ویروس د خپریدو او انتقال په حال کې دی. د دغه ویروس د ختمولو لپاره یوازينۍ لاره  د ماشومانو د بدن معافیت لوړول د واکسین په ذریعه دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتو پېښو راپور ترې ورکول کېږي. په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کې، ۲۹ ماشومان پر پولیو اخته شول چې له بده مرغه د تل لپاره فلج او معلول شول.
همدا راز په ۲۰۱۹ کې په پاکستان کې د پولیو  ۱۴۴ مثبتې پېښې راپور شوې دي.
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته