امنیت

په ننګرهارکې د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلې غړو ته د سر دروند زيان

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٩ :
په ننګرهار ولايت کې د نويو هوايي بريدونو له امله د وسله والوطالبانو ډلو او داعشيانو ته د سر دروند زيان واوښت.
په دغو هوايي بريدونوکې چې په تيرو ٢٤ساعتوکې ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې ترسره شول؛ ددغو دواړو ډلو  ٢٨ تنه غړي ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
دغه بريدونه د افغانستان دهوايي پوځ او دناتو دځواکونوله خوا د داعش او  د طالبانو  په سنګرونو ترسره شوي دي .
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونو کې ٢٨ تنه وسله وال طالبان او داعشيان وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي. ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى،.
له بلې خوا هم د ننګرهار د والي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې دداعشيانو او د وسله والو  طالبانو څو سنګرونه دړې وړې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې د جنګي وسايل درې ډيپوګانې په اچين ولسوالۍ کې دناتو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونوکې ويجاړ شوي دي.
په دغو ډيپوګانوکې دداعشيانو په لسګونو سپک او درانده  جنګي وسايل ساتل  کيدل.
ديوبل خبرله مخې:
دداعش دتررويستي ډلې څلور تنه غړي  په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو دهوايي بريد له امله او ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول.
په دغو تروريستانو نن سهارکله يې چې غوښتل دکوټ ولسوالۍ په يوه واټ کې ماين ښخ کړي، بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته