امنیت

په کابل کې دچاودنې مخه وينول شوه

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :
دکابل پوليسوتيره شپه دکابل ښاردلسمې امنيتي  حوزې په مربوطاتوکې په چاوديدونکو توکوباريوموټرسايکل کشف اوترلاسه کړ.
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې په چاوديدونکوتوکو باردغه موټرسايکل د پوليسوله خوا دآرياښار ګوټي اودکابل د نړيوال هوايي ډګردڅلورلارې ترمنځ د٤٠ متره واټ په ساحه کې وپيژندل شو .
رحيمي زياته کړه چې په دې موټر سايکل کې يوه زياته اندازه چاوريدونکي توکي ځاى پرځاى شوي واو ډاراچوونکوغوښتل چې دريموټ په واسطه يې وچوي .
دکابل ولايت امنيه قوماندان وويل چې دپوليسو ځواکونه دنيکمرغه لو ى اخترپه درشل کې دکابل ټول مربوطات ترزيات امنيتي پوښښ لاندې نيولي دي چې ښاريان وکولاى شي دغه نيکمرغه ورځې په پوره امنيت کې تيرې کړي .
رحيمي زياته کړه . چې په دغوورځوکې هغه ټول جوماتونه چې داخترلمونځ پکې کيږي دامنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته