سیاست

اجرائيه رئیس د پولیسو د خاصې قطعې د شهید شوي مشر اکبر اندرابي له کورنۍ سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پولیسو د ۲۲۲ نمبر ځانګړې قطعي د شهید سوي قومندان اکبر اندرابي د کورنۍ له غړو سره وکتل او له هغوی سره یې خواخوږي او غمشریکي وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
اکبر اندرابي د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۲۲۲ خاصې قطعې قومندان و، چي د کابل په امریکايي پوهنتون کي د ځانمرګو ترورستانو د برید پرمهال یې د محصلینو او استادانو او یرغمل سوو بې ګناه خلکو د ساتني په خاطر شهيد کړى شو.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د شهید اکبر ورور محمد اصغر او د کورنۍ غړو ته وویل، چي هغه د خاوري او خلکو د ساتني په برخه کي ځان قربان کړی او د حکومت ترڅنګ یې د هیواد خلک د اتل او رښتیني خادم په توګه پېژني.
ده زیاته کړه، چي شهید اکبر په خپله قرباني سره د بې ګناه ولسي خلکو ژوند ژغورلی او حکومت ژمن دی، چي د هغه او د هغه د کورنۍ په حق کي خپل مسؤلیت ادا کړي.
اجرائیه رئیس د شهید اکبر د خپلوانو وړاندیزونه او غوښتني هم واورېدې او ورسره یې ژمنه وکړه، چي د قانون او امکاناتو په چوکاټ کي به یې ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته ځواب وايي.
هغه اړوندو مسؤلینو ته هم دنده وسپارله چي په قانون کي د امنیتي قواوو د شهیدانو لپاره اټکل شوي مکافات او ټول حقوق د یاد شهید تر خپلوانو ورسول سي او په دې برخه کي هیڅ راز ستونزه رامنځ ته نه سي.
نوموړي د یاد شهید له کورنۍ سره د امتیازي همکارۍ ترڅنګ د شهید په شان کي د معنوياتو په برخه کي هم د همکارۍ ژمنه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته