سیاست

ايران افغانستان ته دځينو تجارتي مالونو صادرات بندکړل

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دهيواد دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې مسوولين وايي چې ايران افغانستان ته دپنځوسو قلمو تجارتي مالونو په صادراتو بنديز لګولي دي اودا کار دافغاني سوداګرو دانديښنې سبب شوي دي .
دهيواد دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو مرستيال خان جان الکوزي باختراژانس ته وويل: موږ په کال کې زياتره دسون  او خوراکي توکي له ايران څخه واردوو  چې اوس ايران دپنځوسو قلمو خوراکي توکو په صادراتو  چې غوړي ، اوړه ، بوره ، پطرول اودفابريکو اوومه مواد پکې دي بند کړي دي چې دافغانستان  دسوداګرۍ اوبازارونو دانديښنې سبب شوي دي.
ده وويل چې دغه مسله به د افغانستان اوايران ترمنځ دسو داګرۍ په بهير ناوړه اغيزه وکړي.
الکوزي وايي دغه مسله يې دسوداګرۍ اوصنايعوخونه پيشنهاد کړى دى خوله بده مرغه دولت په دې برخه کې  کوم اقدام نه دى کړى.
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ويندوى وحيدالله غازي خيل وايي داړتياوړ زيات مواد دمنځني اسيا له هيوادونو څخه افغانستان ته وارديږي چې افغانستان ته دايران دصادراتو بنديدل به ستونزې رامنځته نه کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته