ټولنه

د ړندو د ورځې د نمانځنې اهميت بيان شو

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
د سپينې  امسا د نړيوالې  ورځې اهميت نن په يوه خبري غونډه کې بيان شو .
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې خبري غونډه کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيد او د معلولينو  وزارت معينې جميلې افغاني د خبرو په ترڅ کې وويل چې د سپيني امسا نړيواله ورځ په څو وروستيو کلونوکې زموږ په هيوادکې نمانځله کيږي.
د دې دڅرګندونوله مخې: زموږ په هيوادکې څه ناڅه ٤٠٠ زره تنه ړانده او داسې کسان شته چې د سترګو روښنايي  يې کمه ده.
دغه راز په دې غونډه کې د مشرانو جرګې د معلولينو او شهيدانو د چارو کميسيون رييس باقي بريال خبرې وکړې او ويې ويل چې د مشرانو جرګه د ړندو په خدمت کې ده او دې ته چمتو ده چې د ړندو د ستونزو په حل کولوکې جدي پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته