ټولنه

په بدخشان کې درې زره نيالګي کښينول کېږي

کابل / دورې٨مه / باختر
د نيالګيو د کښېنولو کمپاين د بدخشان د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست د ولسي تړون د ملي پروګرام مسوول انجينر عبدالولي زاهد باخترآژانس ته وويل چې د دغه پروګرام له لارې د بدخشان د تشکان او درايم ولسواليو او په فيض اباد ښارکې د دريو زرو نيالګيو د کښېنولو کمپاين پيل کړى دى.
هغه زياته کړه په دغه نيالګيو کې د ناجو، مجنون بېد، ګل توت، روسى بېد او د مورپانو نيالګي شامل دي چې د بدخشان په تشکان او درايم ولسواليو او فيض آباد ښارکې کښېنول کېږي.
د بدخشان د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست مسوولينو له خلکو په تېره بيا له وګړنيو شوراګانو څخه وغوښتل چې د نيالګيو په کښېنولو سره د هوا د ککړتيا مخه ونيسي.
پاى \ خديجه اشرفي\

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته