کابل باختر دثور ٢٧: يو ډار اچوونکى پرون له يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره په کندز ولايت کې ونيول شو . دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکى هغه وخت ونيول شو غوښتل يې د لرې واټن مخابرې څلور څلويښت آنتنونه او د شارژورونو شل پرتلې ددغه ولايت د چار درې په ولسوالۍ کې ميشتو ډار اچوونکو ته وليږدوي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ