سیاست

د غزني د والي مرستيال په کار پيل وکړ

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
د غزني د والي نوي مرستيال نن معرفي او په کار يې پيل وکړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په غزني ښارکې د دولتي ادارو د مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، ډاکتر محمدامين مبلغ د غزني د والي د مرستيال په توګه معرفي شو او په کار يې پيل وکړ .
د غزني والي وحيدالله کليمزي په دې غونډه کې د غزني د خلکو ترمنځ د ملي وحدت د ټينګښت او شخړو د حل کولو په لاره کې د دغه ولايت د پخواني مرستيال  عارف واحدي د ښو کارونو له امله قدرداني وکړه.
په دې غونډه کې ډاکتر محمدامين مبلغ  دملي وحدت دساتنې او دټولنيز عدالت او قانونمندۍ د اصل په رعايتولوسره له خلکو سره ژمنه وکړه چې دنظم  او قانون په چوکاټ کې به خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې له هيڅ راز هلو ځلوڅخه ډډه ونکړي .
ډاکتر محمدامين مبلغ مخکې له دې د ميدان وردګو ولايت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته