خبرونهامنیت

درې ځانمرګي يرغلګر په هلمند کې ووژل شول

٣١- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
درې ځانمرګي يرغلګر په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د لښکرګاه ښار د کمربند پر يوې پوستې بريد وکړ.
د هلمند يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې درې ځانمرګي يرغلګر د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
هغه وويل د يرغلګرو په دې بريد کې پوځيانو او ملکيانوته زيان نه دى اوښتى.
ويل کېږي په دې جګړه کې د يرغلګرو يو شمېر وسلې د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې؛ څلور وسله وال طالبان د هلمند د لويې لارې پر يوې پوستې د بريد په بهير کې ووژل شول.
يرغلګرو تېره شپه پر دغې پوستې بريد وکړ خو د سر د زيان په زغملو سره وتښتېدل.
پوليس وايي په دې پېښه کې پوځيانو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته