کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
امنيتي ځواکونو د فراه ښار په تګلوري کې پرون د وسله والو طالبانو له خوا درې ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل .
په فراه کې د دويمې پلې لوا وياند لومړى بريدمن حشمت الله احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو درې ماينونه د فراه ښار د لويې لارې په اوږدو کې ځاى پرځاى کړي و چې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې لوا د ځواکونو له خوا کشف او شند کړى شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ