سیاست

د ولسي جرګې د اداري هيئت خبرتيا

کابلباختر دجوزا١٩
د ولسي جرګې د اداري هيئت خبرتيا
د ولسي جرګې ټولوغړو ته خبر ورکول کيږي چې سبا دغبرګولي د مياشتې د شلمې نيټې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون د تشکيل، دندو اوصلاحيتونو د قانون طرحه چې د دولت خاص لومړيتوب بلل کيږي او تراوسه پورې بشپړه شوې نه ده، څيړل کيږي او رايې اخيستنې ته وړاندي کيږي.
په دې وسيله له وکيلانو څخه غوښتنه کيږي چې په عمومي غونډه کې په خپل ګډون سره، دغه قانون چې د انتخاباتو برخليک په هغه پورې تړاو لري، بشپړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته