ټولنه

دالفتح ليسې دنارينه و برخې دراى ورکونې ځايونه فعال نه دي .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
  دالفتح  ليسې دراى ورکونې په مرکز کې دسهار تر اتو بجو او پنځو دقيقو پورې  شپيتو ښځوو خپلې راي کارولي دي . خو دنارينه و په برخه کې داړونده مسوول دنه شتون په خاطر درايو کارول نه دي پيل شوي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، سره له دې چې دنارينه و په برخه کې دانتخاباتو په  بهير کې  زيات ځنډ شتون لري خو شپيتو  ښځو په دې مرکز کې خپلې راى کارولي دي .
خلک دانتخاباتو دکميسيون  په مسوولينو دناغړي تور  لګوي .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته