امنیت

درې ويشت تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې  د ځانګړو ځواکونو  په نويو بريدونوکې  دداعش دډلې  درې ويشت  تنه غړي ووژل شول .
  په دغو ډار اچوونکو تيره شپه  دننګرهار ولايت  په ځينو سيموکې  ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې  د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان  باختراژانس ته وويل  چې په  دغو داعشيانو  دننګرهار ولايت د کوټ ، روداتو ،  غني خيلو او دهسکې مينې  په ولسواليو کې  ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ، په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څو مرکزونه او پټنځي هم دړې وړې شوي دي .
  پوځيان وايي  په دې بريالي شوي دي چې ددغو ځانګړو عملياتو په بهير کې  دداعشيانو ځينې اساسي مرکزونه  ويجاړ کړي .
  پوځي مقامات وايي  چې ډار اچوونکي  د ډيورنډ دکرښې له لارې  او دپاکستان  داستخباراتي سازمان په مستقيم ملاتړ سره افغانستان ته راځي او په ډار اچوونکو بريدونه لاس پورې کوي .
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي  ماموران  نن سهار دننګرهار ولايت  داچين او  هسکې مينې  په ولسواليو کې  دډار اچوونکو  دجنګي وسايلو ددوو ډيپو ګانو  په کشفولو بريالي شوي دي . او له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .              ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته