کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
په غزني ولايت کې په يوې پوځي قرار ګاه د ځانمرګو يرغلګرو د ډله ييز بريد
په بهير کې درې تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو
د ګيلان ولسوالۍ د والي په سيمه کې د پوليسو په يوه پوځي مرکز بريد وکړ.
د خبرونوله مخې : دوو تنو يرغلګرو د بريد په وخت کې په خپل بدن پورې تړلي بمونه وچول او يو بل تن يې د پوځيانو په ډزو کې ووژل شو.
د غزني د والي ويندوى شفيق ننګ صافي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې
په دې بريد کې درې تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول.
په همدې حال کې د ګيلان ولسوالۍ په يو ورغتيايي مرکز کې ډاکترانو د يو ټپي پوځي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 1 دقیقه لوستل