کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
اتلس تنه وسله وال طالبان پرون په کندز کې ووژل شول .
دخاصو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په ملاتړ دکوماندو په عملياتوکې ددغه ولايت په چار درې ولسوالۍ کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانوکې د وسله والو طالبانو سرې قطعې قوماندان شيرعلم او په شاهين مشهور قاري جميل چې د دښمن کليدي قوماندانان وو؛ هم شامل دي .
نورستاني زياته کړه چې په دغو عملياتو کې درې تنه نور ټپيان شول او د يتيم-١، حاجي رفعت ، حاجي شيرعلي، معلم غيور او د حاجي اختر کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول او يو سراچه ډوله موټر، درې پټنځي او يو هاوان ويجاړ شوي دي.
ده زياته کړه چې عمليات د نا امنو ساحو تر پاکولو پورې دوام لري .
ختم _ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل