-کابل باختر د کب دريمه نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دجنايي پيښو په تور پنځلس تنه ونيول شول .
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو او څيړنو په بهير کې ونيول شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې، په نيول شويو کسانو د وژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ