ورزش

دزونونو دفوټبال ټيمونه سيالۍ کوي

کابل _ باختردکب شلمه :
ټاکل شوې د ه دافغانستان دزونونو دفوټبال داتلوالي سيالۍ سبا په کابل ښار کې پيل شي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختراژانس ته وويل په دغو سياليو کې دافغانستان دزونونو دغوره ليګ داتلوالي اته ټيمونه او دکوربه ښار يو ټيم ګډون کوي  چې دولس ورځې سيالۍ کوي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو سياليو کې دجوزجان ، بدخشان ، پنجشير ، خوست ، ننګرهار ، هرات ، هلمند او دقندهاردولايتونو دفوټبال ټيمونه ګډون لري .
ديادونې وړ ده چې ددغو سياليو کټونکې ټيم دافغانستان دزونونو د ١٣٩١ کال اتل پيژندل کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته