اقتصاد

په روان کال کې د سمنګانو د پستې حاصلات ٦٩ ټنو ته ورسېدل

 کابل / د وږي ٤ مه / باختر
د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په روان کال کې په سمنګانو کې د پستې د بڼونو حاصلات ٦٩ ټنو ته رسېدلي دي.
باختر آژانس د دغه وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر ورکوي چې په سمنګانو کې د پستې دوه ډوله ځنګلونه ( ابي او للمي) شته او د هېواد په کچه د پستې د توليد له پلوه دغه ولايت له بادغيس وروسته دويم ولايت دى.
د کرنې وزارت د سمنګانو د کرنې رييس محمد رحمان ارغنديوال له خولې ويلي دي  چې د دغو ځنګلونو د پستې حاصلات سږکال ٦٩ ټنو ته رسېدلي دي.
د سمنګانو د کرنې رييس د پستې د بڼونو د پراختيا په برخه کې وويل: موږ د پستې بڼونو د پراختيا لپاره هر کال ١٦٠ زره نيالکي توليدو.
په سمنګانو کې اوس په څه دپاسه ٤٢ زرو ٥٠٠ هکتاره ځمکه کې د پستې بڼونه شته چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر څه ناڅه ٥٢٠٠ جريبه ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ کړي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته