سیاست

صلاح الدين رباني : دافغانستان حکومت د اوو تنو هندي انجنيرانو دخلاصون په خاطر هڅه کوي .

٢١-کابل باختر دغبرګولې  لسمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دهند دملي امنيت دشورا دسلاکار  له مرستيال  شري راجيندر کهنا سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې  کهنا په افغانستان کې ټيکاو دهند لپاره ډير ارزښتناک  وباله او دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره دهند جمهوريت دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .
  رباني هم دهند دمرستو له امله په قدرداني سره دامنيتي  ننګونو په حل باندې ټينګار وکړ .
دهېواد دبهرنيو چارو وزير دغه راز وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت به خپل ټول توان داوو تنو تښتول شويو هندي انجنيرانو دخلاصون لپاره وکاروي .
دواړو لورو دامنيتي ننګونو ، سياسي حالت ، دانتخاباتو د ترسره کولو ، اقتصادي پراختيا ، له برجام څخه دامريکا دمتحده ايالاتو دوتلو داغيزو ، دسولې او پيوستون  لپاره دافغانستان اوپاکستان دعمل دپلان ، دسولې  دبهير او د دوه اړخيزو اړيکو په باب  خبرې وکړې .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته