کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په ننګرهار کې له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول او ٤ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په حصارک او خوږياڼيو ولسواليو کې پر پوځيانو د طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوې.
د هېواد په ختيځ ګې سېلاب قول اردو يو مقام باخترآژانس ته وويل، په دغو نښتو کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نورټپيان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيان وايي په ننګرهار کې يې د ٢٠ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په تړا څو نه دي نيول شوي .
\ ذ