کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٤:
په هرات ولايت کې څه ناڅه ديرش پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
په هرات ولايت کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام سيمه ييزمسوول وايي: ددغه پروګرام ٢٦ پرمختيايي پروژې دڅه دپاسه اته پنځوس مليونه پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت د هرات ولايت په يوشمېر ولايتونوکې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
دغه پروژې دهرات ولايت د ګذرې او زنده جان په ولسواليوکې د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو، محافظوي ديوالونو، ښوونځي، له لاسي بمبو سره د نيمه ژورو څاګانو کيندل، د څښلو د روغتيايي اوبو د شبکو تمديدول، دکليو په سړکونو کريړ اچول او د ښاري بريښنا د شبکو تمديدول شامل دي چې له دغو پروژو څخه څه ناڅه ٧٤١٤ کورنۍ استفاده کوي.
د کليود بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په هرات ولايت کې د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ٤٦٤٥ پرمختيايي پروژې د څه ناڅه شپږو ملياردو افغانيو په ټول لګښت د ترانسپورت ، د اوبورسولو د شبکو، د بريښنا انرژۍ، د اوبولګولو کانال، د روزنې او معيشت په برخوکې لګولي دي.