امنیت

دبدخشان ولايت مرستيال : دبهرنيو طالبانو له شتون څخه دجرم ولسوالۍ دپاکولو لپاره دپوځي عملياتو ترسره کول يو ستر ضرورت بلل کيږي .

کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
دوه سوه پنځوس تنه بهرني طالبان دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په خستک کلي کې ځاى پرځاى شوي دي .
ددغې  ولسوالۍ دپاکولو لپاره بايد دولت پوځي عمليات ترسره کړي .
دغه ټکى دبدخشان ولايت مرستيال ګل محمد دباختر اژانس خبريال ته وويل  ٧٠٠ تنه افغان طالبان او ٢٥٠ تنه پاکستاني ، ازبکستاني او چيچيني  طالبان دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په خستک کلي کې ځاى پرځاى شوي دي او له افغان امنيتي ځواکونوسره جنګيږي .
دبدخشان ولايت مرستيال خبر دارى ورکړ که چيرې دولت په دغې ولسوالۍ کې پوځي عمليات ترسره نه کړي اوساحه دکورنيو اوبهرنيو دښمنانو له  شتون څخه پاکه نه کړي امنيتي حالت لاپسې خرابيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته