کابل باختر دچنګاښ ٢٠
د دولت د وسله والومخالفينو يوه يوولس کسيزه ډله په بغلان ولايت کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه يوولس کسيزه ډله د بغلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دولت پرخلاف فعاليت کاوه چې د ملي امنيت د رياست د کارکوونکو د هلوځلو په نتيجه کې له جګړې څخه لاس واخست او له دولت سره يوځاى شول .
د بغلان والي عبدالحي نعمتي له دولت سره د دوى دپيوستون له امله دقدرداني په څرګندولو سره وويل چې دولت په خپلو ټولو امکاناتو سره د سولې دروازې پرانستې ساتلې او له ټولو ښکيلو ډلو څخه يې وغوښتل چې د يو بل د وينې له تويولوڅخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځاى شي او د هېواد په آبادولو کې ونډه واخلي .
په دې غونډه کې د اجراييه رياست سلاکار، دولايتي شورا رييس او دبغلان ولايت امنيه قوماندان په خپلو خبروکې د سولې له بهير سره د دولت د دغې مخالفې ډلې پيوستون يو ښه او د خير ګام وباله او هغوى د خبرو له لارې دجګړې له پاى ته رسولو او روغې جوړې ټينګار وکړ .
د دغې ډلې مشر ملا نجم الدين له دولت سره روانه جګړه ناجايزه وبلله او د سولې د تامينولو لپاره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل