فرهنګ

دوه شپيته آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :
د نقاشۍ او مجسمې جوړولو ٦٢ آثار نن د غزني د ځوانانو د انسجام د سازمان له خوا په ملي نګارستان کې نندارې ته وړاندې شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري وويل چې د دغه شان نندارتونونو جوړول هنرمندانو ته مناسبې زمينې برابروي تر څو خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي او د خپل هنر ځواکمني خلکو ته ښکاره کړي.
پوهاند باوري وويل: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د توان په حدودو کې هلې ځلې کوي  تر څو د هنرمندانو لپاره  مناسبې زمينې برابرې کړي چې  خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي.
ده ټينګار وکړ چې هنرمندان بايد د فردي شخصيت په توګه وهڅول شي تر څو په افغانستان کې هنر پرمختګ وکړي.
د غزني ولايت د ځوانانو دانسجام سازمان رئيس رحمت الله نايل غزنوي وويل  چې د دغه نندارتون آثار د دغې ټولنې په غړو پورې اړه لري او د يوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې کيږي.                
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته