امنیت

په غزني ولايت کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :

ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون دغزني په ده يک ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي ووژل او يوتن بل يې ټپي کړ.

دغزني ولايت  د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمدطوفان باخترآژانس ته وويل: دغو ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون ددغې ولسوالۍ په سنجک کلى کې دغه درې تنه ملکي وګړي د کلاشينکوف په ډزوسره ووژل او يوتن بل يې ټپي کړ.

په همدې حال کې دغزني دملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمدهمت دغه روغتون ته د دريو مړو او د يو ټپي دليږدونې خبر ورکړ.

ويل کيږي چې د دغې پيښې قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي وو چې پخوا يې دملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او اوس يې بزګري ته مخه کړې وه.

همت زياته کړه: ددغې پيښې د ټپي حالت هم خراب دى.

تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوندڅوک نه دى نيول شوى او د قاتلانو د پيژندنې اونيولو په خاطر څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته