امنیت

دپشت رود ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له خو اکلابنده شوه

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٥  :
وسله والو طالبانو دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ  نن سهار کلابنده کړه .
دفراه ولايت امنيه قوماندان توريالي ابدالي  دباخترآژانس خبريال ته وويل :
له پرون را په دې خوا  په پشت رود ولسوالۍ کې  دامنيتي ځواکونو  اوطالبانو ترمنځ   جګړه روانه ده  خوله نن سهار څخه يې زيات زور اخيستى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛  چې دپشت رود ولسوالۍ   په دوکن کلي  کې  دنښتې په بهيرکې  يو ملکي وګړى شهيد او يو بل  ټپي شوى دى.
ويل کيږي چې ددواړو لورو ترمنځ  جګړه دوام لري  خو تراوسه پورې زيات  جزئيات نه دي ترلاسه شوي .
ابدالي وايي چې په سلګونو کورنۍ دجګړې له ويرې له خپلو کورونو څخه وتلي دي  .
دپشت رود ولسوال غوث الدين  وايي  چې ښځې  او ماشومان په ډله ييز ډول له خپلو کورونو څخه وتلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته