امنیت

په چاريکارو ښارکې د ديني مدرسې يو استاد شهيدکړاى شو

کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٨ :
غيرمسوولو وسله والوکسانو نن د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې د ديني مدرسې يو استاد شهيد او يو تن بل يې ټپي کړ.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې آمر لطف الرحمن رشاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د چاريکارو په ښار پورې اړوند د دولانه د کلي په کجي ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو تنو وسله والو موټرسايکل سپرو کله چې د چاريکارو ښار د ديني مدرسې استاد حفظ الحق چې له خپلو همکارانوسره مدرسې ته روان و؛ د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا ډزې وشوې .
خبرځاى وويل: يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلي دي؛ خو امنيتي ځواکونو د پيښې د عاملينو د نيولو په مقصد پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته