امنیت

داماراتو دنولس کلنو ځوانانو ټيم هم دافغانستان دملي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه.

کابل باختر د وږي  نهمه :
دهيواد دنولس کلنوځوانانو دکرکټ ملي ټيم نن  په خپله دريمه  لوبه کې  دعربي متحده اماراتو دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم ته هم ماتې ورکړه .
  دکرکټ بودر وياند فريد هوټک دباختراژانس خبريال ته وويل په ماليزيا کې  داسيا دغوره ليګ  دسياليو په دوام نن سهار دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم دعربي متحده  اماراتو دنولس کلنو ځوانانو  ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
په دغې سيالۍ کې لومړۍ لوبه داماراتو ټيم پيل کړه او په يو ديرشو اورونو او دټولولوبغاړو په سوځيدو سره  افغانستان ته يې  نهه اتيا  منډې  هدف وټاکه او دافغانستان ټيم وکولاى شول په ديارلسو اورونو او دخپلو دپنځو لوبغاړو په سوځيدو سره  ټاکل شوى هدف  بشپړ کړي او بريالى شي . 
زموږ دهيوادملي ټيم لوبغاړي  هريو طارق ، حضرت الله ځاځى او ناصر خان په دغوسياليو کې  ښه وځليدل .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم په خپلو دوو پخوانيو لوبو کې دکويټ او نيپال ټيمونو ته هم  ماتې ورکړې ده  او ټاکل شوې ده سبا دسعودي عربستان له ټيم  سره لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته