امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د زمري شپږمه :
اووه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دجوزجان ولايت په قوشتيپې  ولسوالۍ  کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
په دې نښته کې دوه تنه سيمه ئيز  پوليسان ټپيان شوي دي .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  باختراژانس ته وويل دغه اووه تنه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې دقوشتيپې  ولسوالۍ دشيربک ، ګردن ، خان اقا او  دبيسر په کليو کې  دپوليسو په امنيتي پوستو بريدو کړ .
په دې جګړه کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته