کابل / د کب ۱۸ مه / باختر
مولوي عبدالقادر واحدي نن د کاپیسا د پوځي څارنوالۍ د نوي رییس په توګه معرفي شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د نوموړي معرفي کولو په مراسمو کې د والي مرستیال شیخ اسدالله سنان خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې د خلکو د خدمت لپاره له هېڅ راز هلو ځلو ډ ډه ونه کړي.
د کاپیسا د پوځي څارنوالۍ نوي رییس مولوي عبدالقادر واحدي د اسلامي امارت له باور څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې له ولس به هېڅ ډول همکاري درېغ نه کړي.
ع