کابل باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دجمهوري رياست نوماند ډاکتر زلمي رسول نن خپل کاري پروګرامونه د پروان او کاپيسا د ولايتونوخلکو ته بيان کړل.
ډاکتر زلمي رسول ددغو دوو ولايتونو د خلکو په هغې غونډه کې چې دبګرام ولسوالۍ د رباط په عيدګاه جومات کې جوړه شوې وه؛ ګډون وکړ او خپل پروګرامونه يې بيان کړل .
ده په دې ترڅ کې چې د خلکو له ستونزو سره اړيکې ونيولې؛ څرګنده کړه چې د برياليتوب په صورت کې دکرکيلې د ودې، د سړو خونو او د اوبو د بندونو او دغه راز دګلبهار د نساجى د فابريکې د بيا جوړولو او په پروان او کاپيسا کې د سولې د تامينولو په لاره کې به جدي پاملرنه وکړي .
دغه راز د جمهوري رياست د نوماند ډاکترزلمي رسول لومړي مرستيال احمدضيا مسعود په بېلابېلو برخوکې د خپل ټيم پروګرامونه بيان کړل.
ديوبل خبرله مخې: د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ يوپنځه شپيته کلن سړى په چاريکارو ښارکې د ډاکترزلمي رسول دانتخاباتي مبارز په بهيرکې دګڼې ګوڼې له امله ترپښولاندې شو او ټپي شو چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
0 1 دقیقه لوستل