امنیت

د قندهاراوسېدونکو د جګړې د ژربندېدوغوښتنه وکړه

کابل / د زمري ۷ / باختر
د قندهارپه لسګونواوسېدونکو په یوه غونډه کې په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولوغوښتنه وکړه.
دوي له طالبانوڅخه په نیوکې سره وايي چې دغه ډلې په قندهارکې په خپلو وروستو بریدونوکې په سلګونوملکیان ووژل او د هېواد په نورو ښارونو کې د زرګونوکورنیو د بې ځایه کېدوسبب شوی دی.
د دغې غونډې ګډون والو له طالبانوڅخه وغوښتل چې د جګړې له دوام څخه لاس واخلي او د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه اوسېدونکو له نړيوالې ټولنې څخه هم وغوښتل ، پرطالبانوفشار راولي چې له وینې تویولواو جګړو څخه لاس واخلي.
د دغې غونډې یوګډون کوونکی محمد ګل باخترآژانس ته وویل چې جګړې ټولوخلکوته بربادي را وستې ده ، اوس چې بهرني پوځيان له افغانستان څخه د وتلوپه حال کې دي ، طالبان نورد جګړې لپاره بله بهانه نه لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته