امنیت

په نيمروزکې د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه

کابل / باختر/ د زمري١٢مه
په نيمروزکې د وسله والو طالبانو د مهماتو يوه زېرمه کشف او ضبط شوه.
د نيمروز د امنيې قوماندانې وياند باختر آژانس ته وويل چې د نيمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې د پوځيانو په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د مهماتو يوه ستره زېرمه کشف شوه.
له دې زېرمې څخه د هاوان٢١ماينونه، د٨٢ ملي متري توپ ٧ ګولۍ، د داشکې٣٥٠ ګولۍ او د وسايطو ضد درې ماينونه ترلاسه شول.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته