نړۍ

په يمن کې دهوايي بريدونو له امله دالقاعده دولس تنه مشکوک کسان ووژل شول.

 صنعا- ډان –  باختر دليندۍ دمياشتې ٥
ديمن دکورنيو چارو وزارت ددغه هيواد په جنوب کې دهغه هوايي بريد خبرور کړى دى چې دالقاعده د دولسو تنو مشکوک کسانو دوژل کيدو سبب  شو.
ديمن دکورنيو چارو وزارت درسنيو مرکز پرون خبرورکړ چې په دې بريد کې هغه ليږدونکې واسطه چې دغه کسان يې ديمن دابين ولايت ته ليږدول بريد شوى دى چې له امله يې ټول يې ووژل شول او ليږدونکې واسطه يې سوځيدلې ده.
ديمن دکورنيو چارو وزارت دڅرګندونو له مخې :  دبريد دقيق وخت او دا چې چا ترسره کړى دى  معلوم نه دى خو يمنيان وايي چې زياتره هوايي بريدونه دامريکا دمتحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو په واسطه ترسره کيږي.
د رارسيدلو خبرونو له مخې : يو سيمه ييز مامور او دسيمې اوسيدونکو ويلي دي چې تيره اوونۍ هم ديمن دختيځ په حضرت الموت ولايت کې د هوايي بريد له امله دالقاعده درې تنه مشکوک کسان  ووژل شول .
دروانې مياشتې په لومړيو وختو کې په دوو هوايي بريدونو کې دالقاعده پنځه تنه افراد په ابين ولايت کې ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته